د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د یو لک کسیز پوځ جوړښت لپاره ټول پلانونه برابر شوي دي. مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي چې په نوې اردو کې به د پوځ پخواني باتجربه او مسلکي افسران هم وي. هغه دغه راز په نوي جوړېدونکي پوځ کې د ښځو د شاملولو خبره هم کړې ده. د یادونې ده چې د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم د افغانستان پخوانۍ ملي اردو، پولیس او د ملي امنیت شاوخوا ۳۰۰ زره ځواک ړنګ شو. د افغانستان د تېر حکومت د پوځ لګښت امریکا ورکاوه خو تر اوسه مالومه نه ده چې ا.ا به د خپل پوځ تمویل څه ډول کوي.
































