امریکایي سناتوران وایي له افغانانو سره بشردوستانه مرستې د نړیوالو اخلاقي مسوولیت دی. امریکايي سناتورانو په یوه استعماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ټینګار کړی چې باید افغانستان ته بشردوستانه مرستې ورسول شي.
امریکايي سناتور کریس مورفي ویلي افغانان له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي او د ټولو اخلاقي مسوولیت دی چې دلته بشردوستانه مرستې وکړي. هغه زیاته کړې نړیوال باید هوښیارانه ګامونه اوچت کړي، چې بشردوستانه مرستې د نوي حکومت کسانو ته نه بلکې رښتینو مستحقو کورنیو ته ووېشل شي.
سناتورې جین شاهین هم ویلي چې باید افغانستان ته بشردوستانه مرستې ورسول شي څو د میلیونونه کسانو ژوند وژغورل شي. د نوموړې په خبره بشري مرستې باید مهیا شي څو نړیوال دا ډاډ تر لاسه کړي چې په افغانستان کې څوک د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخ نه دي.












