ملګري ملتونه وایي افغانستان لا هم د دوی لومړیتوب دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر کابل ته راغلی او له خبریالانو سره یې په خبرو کې ویلي چې افغانستان لا هم د دوی لپاره لومړیتوب دی. د فليپو ګراندې په خبره سره له دې چې د اوکراین تر څنګ په نړۍ کې ګڼ کړکېچونه رامنځ ته شوي او دوی اړ دي چې خپلې همکارۍ ولري، خو بیا یې هم افغانستان لومړیتوب دی. دده په خبره په کابل کې به له افغان چارواکو سره د کډوالۍ پر روان وضعیت او دغه راز له بېځایه شوو وګړو سره پر مرستو او همکاریو خبرې وکړي. ګراندې همدا راز وایي چې په تېرو میاشتو کې د رامنځ ته شوي امن قدرداني کوي او دا دوی ته زمینه برابروي چې خپلې مرستې تر لرو پرتو سیمو او اړمنو وګړو ته ورسوي.
































