د ننګرهار د کرنې ریاست وايي چې پر۵۰ جریبه ځمکه یې ځمکني توت کرلي دي. په همدې حال کې، سږ کال کروندګر خوښ دي او وايي چې حاصلات یې د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي. دوی زیاتوي حکومت دې د بازار موندلو ترڅنک د ځمکنيو توتانو د ساتلو لپاره سړې خونې ورته جوړې کړي. کروندګر وايي د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست دې د یاد بوټي د کرکېلې ښه والي او عصري ماشین الاتو ترڅنک ترلاسه شوي حاصلات په سمه توکه بسته بندي او بازار ته په معیاري توګه وړاندې کړي ترڅو ښه ګټه ترې تر لاسه کړي. د ننګرهار د کرنې رییس وايي، له څو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې په ازمایښتي ډول د ځمکنيو توتانو کرکېله پیل شوې ده چې ښه پایله یې ورکړې ده.
































