د ارزګان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې له تېرو دوو ورځو راپدېخوا د اورښتونو له امله راوتلیو سیلابونو لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه کړي، لسګونه کسان ټپیان دي او په سلګونو کورونه یې نړولي دي. راپورونه وایي چې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې لخوا ځپل شویو سیمو ته مرستندویه ډلې رسېدلې دي او تر اوسه پورې یې لسګونه سیلاب ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې وېشلې دي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې وروستیو سیلابونو په هکتارونو کرنیزې ځمکې هم وړې دي. د یادونې ده چې د سیمه ییزو چارواکود څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوو ورځو کې په خاص ارزګان، ګيزاب او چورې ولسواليو کې راوتلیو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
































