د فرانسې حکومت اعلان کړی، چې د فرانسې پولیس نور دا واک نه لري چې څوک زندۍ کړي. وروسته له هغه چې د امریکا په مینا ښار کې یوه سپین پوستي پولیس تور پوستی جورج فلویډ په زنګانه سره زندۍ کړ او مړ شو، په امریکا او د نړۍ په زیاتو برخو کې د نژادي تبعیض او زور کارولو پر خلاف لاریونونه دوام لري. اوس د فرانسې حکومت اعلان کړی چې د یاد هېواد پولیس به نور دا واک نه لري چې کوم څوک د نیولو پر مهال زندۍ کړي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کرستوف کاستانر وویل چې د یو چا د نیولو پر مهال د هغو پر غاړه باندې د فشار راوړل او ځمکې ته د هغو تخته کول یو خطرناک کار ؤ چې دا کار به نور پولیسو ته د زده کړو پر مهال نه ور ښوول کیږي.
































