د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي هېواد یې په پورونو کې ډوب شوی او داسې یو حالت پرې راغلی دی چې ټول ترې په تېښته دي. نوموړي پرون په اسلام اباد کې وویل، نن سبا چې کوم دوست هېواد ته ځي وايي چې مرستې غوښتلو ته راغلي دي. که چا ته ټیلیفون کوي داسې فکر کوي چې مرسته ترې غواړي. شریف وویل چې هېواد یې مخکې هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان و خو وروستیو سیلابونو یې وضعیت نور هم خراب کړی دی. نوموړي دا سیلابونه بیساري وبلل او وویل چې د ستونزو د حل وخت همدا اوس دی. هغه همدغه راز د پاکستان په تېرو حکومتونو باندې هم نیوکه وکړه چې په خبره یې د اینده لپاره یې کومه طرحه نه لرله او اوس چې ژمی روان دی، هېواد یې د سوند توکو له کموالي سره مخامخ دی. نوموړي د پاکستاني وکیلانو یوې غونډې ته وویل هغو هېوادونو چې له پاکستان سره رقابت درلود پرمختګ کړی خو پاکستان د پورونو دترلاسه کولو هڅې کوي.
































