د انټرفکس خبري آژانس د راپور له مخې، د اوکراين له بندر څخه يوه بېړۍ چې ١٦ زره ټنه غنم په کې بار دي، افغانستان ته راوړل کېږي. په راپور کې ویل شوي چې دغه کښتۍ به په څو ورځو کې د پاکستان یوه بندر ته راورسيږي او له هغه ځایه به افغانستان ته ولېږدول شي. دا په روان کال کې له افغانستان سره د اوکراین لومړۍ مرسته ده. تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې یاد هېواد له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې وه. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت خبرداری ورکړی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتنه کړې چې له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.
































