د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د هیواد جګپوړو امنیتي چارواکو سره په غونډې کې ویلي چې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق څخه د پور تر لاسه کولو لپاره هم باید د دې نړیوالې ادارې سخت شرایط ومني. پاکستان چې د اقتصادي بحران سره مخ دی، دې پیسو ته سخته اړتیا لري. د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیره تقریباً ۳ ملیاردو ډالرو ته راټیټه شوې او یوازې د دریو اوونیو لپاره پرې واردات کولی شي. د جنوبي آسیا دا هیواد له همدې کبله بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري چې د اقتصادي بحران چاره پرې وکړي. شهباز شریف په خپلو خبرو کې پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي او نور معلومات ورکړي ویلي، چې یو بل ملګری هیواد هم د آی ام ایف معاملې ته سترګې په لار دی چې د پاکستان سره مرسته وکړي.
































