د پاکستان مخکني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خبرداری ورکړی چې که په ۹۰ ورځو کې دننه ټاکنې ونشي، نو دغه هېواد ته به خطرناکې پایلې ولري. نوموړي ګواښ کړی چې که په دې موده کې ټاکنې نه کېږي، نو د ګوند غړي به یې پراخ احتجاجونه پیل کړي او واټونو ته به راووځي. تر دې وړاندې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ واکمن اېتلاف کې د شاملو ګوندونو د جوړې شوې غونډې اعلامیه کې ویل شوي و، چې ټول هېواد کې باید په یوه ورځ ټاکنې وشي. دغو ګوندونو همدا راز ویلي چې دوی د سترې محکمې په درې کسیز بورډ باور نه لری.
































