د ازبیکستان سمرقند ښار به سبا د افغانستان په تړاو، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې کوربه وي. دغه غونډه چې دوه ورځې به دوام ولري، تمه کېږي چې په لومړۍ ورځ یې، ګډونوال د سیاسي، بشري، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په ځانګړې توګه له ترهګرو ډلو او له نشهيي توکو سره د مبارزې په هکله خبرې وکړي. افغانستان ته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
































