په هېواد کې د زړو افغانیو له ډېرېدو سره د افغانستان بانک وايي، د روانې غبرګولي میاشتې له شپاړسمې به د نویو لسګون او شلګون بانکنوټونو د وېش بهیر پیل کړي. د دغه بانک ویاند زیاتوي، د دغه بانک استازولۍ او نور خصوصي بانکونه مکلف دي چې د نویو پیسو له وېشنې وروسته زړې پيسې راټولې او هېوادوالو ته نوې افغانۍ ورکړي. ورته مهال د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي، زړو بانکنوټونو صرافان هم په راکړې ورکړې کې له ستونزو سره مخ کړي دي. له بل لوري د کابل یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې نوې چاپ شوې پیسې بازار ته وړاندې کړي. د افغانستان بانک د زړو افغانیو مشخصات پرخپله ټویټر پاڼه خپاره کړي او له مخې یې هغه افغانۍ چې ظاهري بڼه کې لهمنځه تللې او یا هم کومه څنډه یې نهوي، زړې پیسې ګڼل کېږي.
































