د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۴مې نېټې له غرمې وروسته له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۳مه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.
شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې اوسنۍ نړۍ کې ډېرې ګډوډۍ رامنځته شوې او سل کلن بدلونونه په چټکې توګه روان دي او د انسانانو په وړاندې ننګونې بې سارې دي. يووالی يا تندلاري؟ سوله يا نښتې؟ همکاري يا تقابل؟ دا عصري پوښتنې دي. زما ځواب دا دی، چې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو لپاره د نيکمرغه ژوند خوب زموږ غوښتنې دې او د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو عصري څپې مخنيوی نه شي کېدای.































