د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۲ سړو خونو د رغولو خبر ورکوي. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۱۲ سړې خونې د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. هغه زیاته کړه، چې هره سړه خونه کې د ۱۶ ټنو پیازو د ځایولو وړتيا لري. د یادونې وړ ده چې مخکې له دې هم په یاد ولایت کې دې ته ورته پروژې پلې شوې دي.
































