د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره(اوچا) وايي، چې نږدې ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، او مینځلو لپاره کافي اوبه نه لري.اوچا په یوه ټویټ کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د بشري بحران له یوه تر ټولو سخت وضعیت سره مخامخ دی او دغه راز افغانستان د اقلیمي بدلونونو له تر ټولو زیانګالو هېوادونو هم یاد شوی.
































