د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، یو افغان سوداګر نجيب الله عظيمي غواړي چې د کرنې په برخه کې د شاوخوا ۱۶۰ میلیونه افغانیو پانګونه وکړي. د نجيب الله عظيمي په خبره، دغه پانګونه به د سرې د توليد، فارمونو، لابراتوارونو او د ځينو حيواني خوراکي توکو د توليد په برخه کې چې په جرمني کې مؤثریت لري کېږي. د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او هېواد ته د وارداتو د کمولو په برخه کې د کرنې وزارت د هڅو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، کرنې وزارت هڅه کوي، چې د هېواد ملي سوداګرو ته د پانګونې او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
































