اروپايي ټولنې ويلي، چې تېره ورځ د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه یوه الوتکه، چې ۹۲ ټنه اړین توکي پکې بار وو هرات ته رسېدلې ده. دغې ټولنې زياته کړې، چې دوی په دوبۍ کې له خپلو ذخايرو څخه ۵۷ ټنه اړين توکي، چې کمپلې او نور ژمني توکي پکې شامل دي، دغه ولايت ته استولي دي. دغه راز له دې مرستې ۲۰ ټنه درمل د روغتیا نړۍوال سازمان او ۱۵ ټنه خوراکي توکي د خوړو نړۍوال پروګرام ته هم ورکړل شوي. ټاکل شوې چې د دغو مرستو دويمه او درېيمه الوتنه په نږدې راتلونکي کې هرات او کابل ته وشي. د يادونې وړ ده چې اروپايي ټولنې تر دې مخکې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲،۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې وې، چې له دې سره د اروپايي ټولنې د مرستو ټولیز ارزښت ۴،۵ میلیونه یورو ته رسېږي.
































