د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ځورولو، نیولو او له دې هېواده د جبري ایستنې د بهیر د ژر د ودرېدو غوښتنه کړې ده او دا یې د نړیوالو ژمنو نقض بللی دی. دغه سازمان تېره ورځ د پاکستان حکومت ته په یو استولي لیک کې ویلي، چې په دې هیواد کې د بې اسناده افغان کډوالو د ځپلو او خپل سرو نیونو لړۍ چټکه شوې چې له امله یې د کورنیو غړيي، ماشومان، ښځې، نارینه او سپین ږیري له یو بل جلا شوي دي. په لیک کې د هغه افغان کډوالو د ازادۍ غوښتنه شوې چې د اسنادو د نه لرلو په تور پاکستان بندیان کړي دي. دغه راز د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې پاکستاني چارواکو د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته، دوی ته هېڅ شي د وړلو اجازه نه ورکړل شوي.
































