د زابل مرکز کلات او شاجوی ترمنځ د کابل – کندهار پر غځېدلې لاره دوه پلونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د یادو پلونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د ټولګټو چارو وزارت سرپرست عيسي محمد ثاني وویل چې د کابل – کندهار لویه لار باندې ۱۷۰۰ پلچکونه او ۴۰ لوی پلونه دي, چې د رغونې لپاره یې کار روان دی. نوموړي زیاده کړه چې دغه دوه پلونه د نورک سیمه کې د یاد وزارت د بودجې څخه د ١٦ ميليونو افغانيو لګښت د دریو میاشتو په موده کې رغول شوې دي. ورته مهال یو شمېر موټر چلوونکو د دې پلونو پر جوړولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د سرپرست حکومت په راتګ سره د لویو لارو سړکونو او پلونو جوړولو ته پاملرنه شوې او باید نوره هم خپل پاملرنه داسې پروژو ته زیاته کړي.
































