په افغانستان کې د ناروې کمېټې چارواکو د کرنې په سکتور کې خپلې نوې پروژې د همغږۍ په موخه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني ته وړاندې کړې. د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال صدراعظم عثماني سره د لیدنې پر مهال د یادې کمېټې مسوولینو د کرنې په برخه کې د خپلو نویو پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دوی د هېواد په لسو ولایتونو کې دوه چکډمونه او لس سړې خونې جوړوي. دا پروژه د خوړو خوندیتوب، د طبیعي پیښو د خطرونو د کمولو او د حرفوي زده کړو د برابرولو په موخه د ناروې د کمیټې له لارې پلي کېږي. د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا ۵۰ زره کسان په مستقیمه توګه او ۱۵۰ زره کروندګر به په غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کړي او همدارنګه د دې پروژو په پلي کېدو سره به پر ۳ زره بزګرانو کرنیز تخمونه هم ووېشل شي.
































