د اقتصاد وزارت مسلکي معین غزني ته د رسمې سفر په ترڅ کې د موسسو او خصوصي سکتور له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې اقتصاد وزارت د هغو موسسو لپاره چې په هېواد کې زیربنایي پروژې پلي کوي، ورته آسانتیاوې برابروي. د اقتصات وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري په یاده کتنه کې ویلي، چې په تیرو ۴۰ کلونو کې افغانستان د جګړو له امله په اقتصادی ډګر کې پاتي راغلی او اوس اړتیا ده، چې د زیربنايي پروژو په پلي کولو سره، د خپل هېواد اقتصاد ته وده ورکړو. په یاده کتنه کې د غزني والي ویلي، چې په تیرو شلو کلونو کې هیڅ اساسي او بنیادي کار دغه ولایت ته نه دی شوی او په لرې پرتو سیمو کې خلک اوس له حکومت څخه ښوونځي، مدرسې او د ټولګټو پروژو پلي کول غواړي، چې په وینا یي په دې برخه کې د موسسو همکاري خورا اړینه ده.
































