د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، چې د زیتونو سږنی حاصل څه کم درې سوه ټنه دی، چې درې زره لیتره خالص تېل به ترې ترلاسه شي. د ننګرهار د کانال ریاست رييس غلام الرحمن کظیم وایي، چې تېر کال د زیتونو حاصلات ۱۵۰ یا ۱۶۰ ټنه وو، خو سږ کال به شاوخوا ۳۰۰ ټنه زیتون ترلاسه کړي. د زیتونو په فابریکه کې پهکار بوخت کسان وايي، خوښ دي، چې د کورنیو تولیداتو په فابریکه کې ورته د کار زمینه برابره شوې؛ خو له مسوولینو غواړي، چې د زیتونو فابریکې د نور پرمختګ لپاره دې دغې فابریکې ته پاملرنه زیاته شي. د ننګرهار کانال رييس وايي، د زيتونو د توليد په شرکتونو کې ۷۰۰ کسان په مستقيم ډول او څه باندې څلور زره کسان په غير مستقيم ډول کار کوي.
































