وروسته تر هغه چې افغان حکومت وویل طالبان سولې ته اراده نه لري، یادې ډلې خپل دریځ د اوونۍ تبصرې تر عنوان لاندې خپور کړی دی. تبصره کې ادعا شوې ده چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د مسئلې د سوله ییز حل لپاره په پوره صداقت ګامونه پورته کړي دي خو افغان حکومت یې تورن کړی دی چې د نویو پلمو او بهانو په تراشلو سره دغه بهیر ټکنی کوي. طالبانو څرګنده کړې، دوی یو اړخیز اوربند اعلان کړ او دغه راز یې د ښه نیت په موخه تر زر تنه ډېر حکومتي بندیان خوشې کړل خو ولسمشر غني بیا د لوی اختر په مناسبت خپله وینا کې یو ځل بیا د تعهد شویو څلور سوه طالب زندانیانو پر نه خوشې کېدو ټنیګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دې موضوع وروستي کېدو لپاره به لویه جرګه راوبولي. تبصره کې راغلي، ارګ چې د سیاسي موضع ګیري لپاره منطقي سوژه نه لري اوس هڅه کوي څو ورځې د لویې جرګې د جوړولو پر موضوع عامه اذهان مشغول او د بین الافغاني مذاکراتو پروسه وځنډوي.
































