د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بورډ د رییس، میروېس اشرف په مشرۍ د بورډ غړو تر منځ د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو ترسراوي په اړه ناسته ترسره شوه. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو ترسراوي د ارزونې په موخه د ټاکل شوي پلاوي راپور ارزول شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې په ناسته کې د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ لپاره د پانګوونکو شرکتونو د غوراوي بهیر په اړه هم خبرې شوي چې له دوه غوره شویو شرکتونو به یواځې یو شرکت د دغه لیګ د پانګوونکي شرکت په توګه غوره شي.
































