د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وایي، چې د تېر په پرتله روان کال د دې ولایت د موزیم په لیدونکو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. یاد ریاست زیاته کړې؛ د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله د ۱۹۶ بهرنیو سیلانیانو په ګډون،۲زره او ۷۱۲ تنو د غزني ولايت له موزيم څخه ليدنه کړې. د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وایي، اوس مهال په موزيم کې ۱۵۰ قلمه لرغوني اثار نندارې ته ایښودل شوي، چې په اسلامي دورې او له دې دورې څخه په وړاندې وختونو پورې تړاو لري.
































