کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په اروزګان، ننګرهار، بدخشان او هرات ولایتونو کې ۶۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده. یاد وزارت ویلي، له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د اړول شویو کوکنارو له ډلې ۶۲۶ جریبه په اروزګان، ۲۳ جریبه ننګرهار،۲۰ جریبه په بدخشان او یوشمېر نور په هرات کې له منځه وړي دي.
































