پاکستان وایي چې دوی له افغانستان سره د نږدې اړیکو غوښتونکي دي. پاکستان ټوډې ورځپاڼې په بنسټیزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ځانګړي استازي محمد شهزاد ارباب له قوله ویلي چې دوی هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي. نوموړي زیاته کړې چې هېواد به یې په نږدې راتلونکي کې د افغان سوداګر پر مخ پرتې ستونزې حل او دغه راز خپلې دروازې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ پر مخ پرانیزي. نوموړي دغه راز ویلي چې پاکستان به په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې او ځانګړې توګه افغان زده کوونکو ته د خپل هېواد په تعلیمي ادارو کې د زده کړو زمینه برابره کړي. د یادونې ده چې د افغانستان د میوو حاصلاتو اخیستو سره هم مهاله پاکستان خپلې دروازې د افغان سوداګرو پر مخ تړلې دي.
































