په سمنګانو ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله یو تن مړ شوی او ۹ نور ټپیان دي. د سمنګانو د ولایتي روغتون مسوولین وايي، چې دغه پېښه نن سهار د دغه ولایت په یکه توت سیمه کې د دوو موټرو د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې چې په دې پېښه کې یو ۱۱ کلن ماشوم خپل ژوند بایللی او ۹ تنه نورو چې ښځې هم پکې شاملې دي ټپيان شوي دي. روغتیايي مسوولینو د یادې پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودلی.
































