د اور وژنې او پېښو ته د رسېدو عمومي ریاست وايي، چې په تېر کال په هېواد کې ۱۸۸۶ پېښې ثبت شوي، چې پکې خلکو ته د مالي زیان اوښتو تر څنګ ۵۱ کسان مړه شوي او ۱۵۰ تنه نور پکې ټپيان شوي دي. پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عملیاتي رییس رحمت الله رحیمي وايي، چې په تېر کال کې یې شاوخوا ۸۰۰ تنو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کړي دي. د اور وژنې او پېښو ته د رسېدو عمومي ریاست د اور لګېدنو پېښو د مخنیوي په پار له خلکو غواړي چې، د دغې ادارې سپارښتنې ومني او د پېښو د رامنځته کېدو پر مهال ژر تر ژره د اطفایې له ۱۰۱ شمېرې سره اړیکه ونیسي.
































