د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې ګڼې سیمې ځپلې دي. د اوچا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې دغو ورښتونو ۱۵۹۰ کورنۍ اغېزمنې، ۳۵ تنه مړه او ۴۷ تنه ټپیان کړي دي. همدارنګه په دغه راپور کې راغلي، چې دغو ورښتونو ۹۳۰ کورونه زیانمن کړي، ۴۶ کورنۍ بې ځایه شوي او ۴۷۰ څاروي په کې تلف شوي دي. د اوچا د راپور له مخې، ډېری سېلابونه د افغانستان په مرکزي، مرکزي لوړو، شمالي، شمال ختیځو، سویلي او لویدیځو سیمو کې راوتلي دي. راپور کې راغلي، چې دغو سېلابونو شاوخوا ۶۳۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده. اوچا ویلي، چې په راتلونکې اونۍ کې د افغانستان په مرکزي، سویل، سویل ختیځ او سویل لویدیځو سیمو کې د ورښت د نوې څپې تمه هم کېږي. اوچا د راتلونکو ورښتونو په اړه وایي، دغه ورښتونه د اندېښنې وړ دي ځکه چې د اوبو زېرمې ډکې شوې؛ نو د سېلابونو د راوتو اټکل هم کېږي.
































