د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاوخوا ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت پنځه لویې پروژې پرانیستلې دي. اقتصادي معاونیت ویلي، چې په دغو پروژو کې د ایتوک فارمان، افغان میډسن درملو تولېدونکې فابریکې، شمس کولا د غیرالکوي مشروباتو فابریکه، د پاشدان بند او د هرات- غور سړک د جوړولو پروژې پرانیستل شوي دي. د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دا پروژې چې ځیني یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د یو شمیر یې د جوړیدو چارې پیل شوي ټولټال ۴۳ میلیارده افغانۍ ارزښت لري. د معلوماتو له مخې د یادو فابریکو له ډلې په ایتوک فارما کې ۷۲۰ میلیونه افغانۍ، افغان میډسن د درملو فابریکه کې ۱ میلیارد او ۱۵۰ میلیونه افغانۍ، او په شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو په کمپنۍ کې ۶۰۰میلیونه افغانۍ پانګونې شوي.
































