د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې، کرن ډېکر له هغو مرستندویه بنسټونو مننه کړې چې د افغانانو لاسنیوی کوي. کرن ډېکر لیکلي چې د ډنمارک د کډوالو شورا، د ژغورنې نړۍوالې کمیټې او د ناروې د کډوالو شورا له استازو سره یې کتلي او د بشري مرستو د لومړیتوبونو په اړه یې خبرې کړې دي. ډېکر زیاته کړې چې له دغو بنسټونو یې له افغانانو او په ځانګړې توګه هغوی سره چې اوس اوس له پاکستانه راستانه شوي، د مرستې او لاسنیوي له امله مننه کړې ده.
































