د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ ښوونځیو اړوند ملحقاتو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند ویلي، چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د محمد خېلو او موسی خان ښوونځیو ته د اړینو ملحقاتو جوړولو چارې پیل شوې دي. د ویاند په خبره، په یادو ملحقاتو کې احاطوي دېوال ترڅنګ، لمریزه برېښنا د پاکو اوبو د څاګانو کېندل، د لاس مینځلوځایونو ، کانکریټي کثافت دانیو او تشنابونو جوړول شامل دي. د یادولو وړده، چې د دې پروژو له بشپړېدو سره به شاوخوا ۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.
































