د ۲۰۲۵ کال د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه به د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې د چين په تيان جين ښار کې تر سره شي. دا به پنځم ځل وي، چې په چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه تر سره کېږي او د دې سازمان له جوړېدو راهيسې به تر ټولو لويه سرمشريزه وي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د بهرنیو هېوادونو له څه باندې ۲۰ مشرانو او د نړيوالو سازمانونو له ۱۰ مسئولينو سره ليدنه وکړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د رول لوبولو، د سیمه ييز ثبات د خوندي کولو او د ګډ پرمختګ د تر لاسه کولو په اړه به وغږېږي. شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چين، روسيې، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان په شمول د ۶ هېوادونو د مشرانو لخوا په ګډه سره جوړ شوی. د يادونې وړ ده، چې ياد ۶ هېوادونه د ورېښمو لرغونې لارې په اوږد کې پراته دي. شي جين پينګ د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې له قزقستان څخه رسمي ليدنه وکړه او د دې لیدنې په ترڅ کې يې د کمربند او لارې د يوې مهمې برخې ــ د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند وړاندیز وکړ. څو ورځې وروسته يې د شانګهای همکارۍ سازمان د بيشکېک په سرمشريزه کې له غړيو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د ورېښمو لارې ورحيه لا پراخه کړي. د تېر کال د جون په پيل کې، د چین، قرغېزستان او ازبکستان مشرانو په انلاين ډول د چين ـ قرغېزستان ـ ازبکستان رېل پټلۍ پروژۍ د تړون لاسلیک ته مبارکۍ وويلې. منځنۍ اسيا شنه غرونه، پاکې اوبه او اوږده سيندونه لري، خو سمندر ته لار نه لري. د ورېښمو لرغونې لار له دې سيمې تېره شوې...
Read moreDetailsد چين د بهرنیو چارو وزارت مرستيال هونګ لې د اګست په ۲۸مه نېټه خبر ورکړی، چې د بهرنيو هېوادونو...
Read moreDetailsد سږکال په جولای مياشت کې د چين د برېښنا د عمومي مصرف اندازه له يو ټريليونو کيلوواټه ساعت څخه...
Read moreDetailsد چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د اګست په ۲۶ مه په يوه مطبوعاتي غونډه کې...
Read moreDetailsد چين د احصائيې ملي ادارې د اګست د ۲۷ مې د خپرې شوې شمېرې له مخې، د روان کال...
Read moreDetailsد چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۲۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د چین د...
Read moreDetailsد قرغزستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر الیکبیک یکشنکلوف څو ورځې مخکې له چیني رسنۍ سره د مرکې پر مهال...
Read moreDetailsد چین دولت رئیس شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي یوان د اګست د ۲۶مې نېټې په...
Read moreDetailsد چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اګست په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د روسيې د دوما...
Read moreDetailsد چین د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمیټې مشر جاو له جي د اګست په ۲۵مه نېټه په بېجینګ...
Read moreDetails
Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved
Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved