د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، د افغان پُست شرکت اجراییوي رییس رحمتالله مکي د اسیا-پسفیک پُستي اتحادیې د څوارلسم کانګرس په څنډه کې د ایران د پُست له اجراییوي رییس محمد احمدي سره لیدلي دي. د یاد ریاست په وینا، په دې لیدنه کې د پُستي همکاریو پر پراختیا، برېښنايي سوداګرۍ، د هوايي او ځمکنیو ترانزیټي انتقالاتو او د پوستي خدمتونو د کیفیت پر ښه والي خبرې شوې دي. همداراز ټاکل شوې چې د افغان پُست یو پلاوی په نږدې راتلونکي کې د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي.














