د نورستان اوسېدونکي د روغتیا په برخه کې له شته ستونزو سر ټکوي. دوی وايي، مرکز پارون او ولسوالیو کې د متخصصو ډاکټرانو د کمښت له امله اړ دي، چې خپل ناروغان د ښې درملنې لپاره د کونړ مرکز اسعد اباد یا ننګرهار ولایتي روغتونونو ته ولېږدوي. دوی له سرپرست حکومته د روغتیا په برخه کې د لازمو اقداماتو د ترسراوي غوښتنه کوي. خو د نورستان په ولایتي روغتون چې اوسمهال په یوه کرایه کور کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، مسوولین یې وايي، ۱۲ بستره یې فعال او یوازې درې تنه متخصص ډاکټران پکې پر دنده بوخت دي. په همدې حال کې د نورستان ولایتي چارواکي وایي، د سل بستریز روغتون لپاره د نوې ودانۍ د رغونې چارې په بشپړېدو دي او د یو شمېر متخصصو ډاکټرانو په ګډون به پکې له سلو زیات روغتیايي کار کوونکي پر دندو وګوماري.












