” د ورېښمو لارې ستوري” (Silkway Star) د دوهمې نړیوالې موسیقۍ سیالۍ لومړۍ ننداره د سپتمبر په ۶مه نېټه د چین ميډیا ګروپ په CCTV-3 او CCTV-15 چینلونو کې خپره شوه. دا پروګرام د چین ميډیا ګروپ او د قزاقستان د ولسمشرۍ راډیو او ټلویزیون کمپلیکس لخوا په ګډ کوربه توب ترسره شوی.

دغه سيالۍ د چین میډیا ګروپ د نړیوالې کلتوري تبادلې یوه مهمه پروژه ده. د چین، قزاقستان، ګرجستان، قرغېزستان، مالیزیا او ترکیې په ګډون د ۱۲ هېوادونو تکړه سندرغاړي په دغه سيالۍ کې ګډون لري او د چین د جه جیانګ ولایت په يي وو ښار کې به د ۱۰ نندارو له لارې د کلنۍ اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.














