د پنټاګون د عمومي پلټونکي په راپور کې ویل شوي، له ایران سره جګړې د امریکا د ځینو پرمختللو وسلو زېرمو کې کمښت رامنځته کړی او د مهماتو د بېرته برابرولو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی. د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د ایران بریدونو په منځني ختیځ کې د امریکا د اډو سلګونه ودانۍ او تاسیسات زیانمن یا ویجاړ کړي او لسګونه امریکايي الوتکې هم زیانمنې یا له منځه تللې دي، چې تر ۳۰ پورې «MQ-9 ریپر» بېپیلوټه الوتکې پکې شاملې دي. د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت مخکې ویلي وو چې د جولای تر پایه د ایران جګړې لګښت ۳۷.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.












