د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومن بکر له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو اندېښنه ښودلې ده. نوموړي پرون د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې په هرات کې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم خواشیني ښودلې او د مرستو ډاډ یې ورکړی. په ورته مهال سیاسي مرستیال هم په پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند غیر انساني او د نړیوالو قوانیو خلاف ګڼلی دی. دواړو لورو دغه راز ټینګار کړی چې هر ډول ستونزې باید له افغان حکومت سره د خبرو او مثبت تعامل له لارې حل شي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار سازمان هم تازه ویلي چې پاکستان باید له دغه هېواد څخه په جبري ډول د افغان کډوالو پر اېستلو له سره غور وکړي.












