په کابل کې د شېرشاه سوري په جومات کې له چاودنې څلور ورځې تېرېږي، خو تر اوسه حکومت په دې اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.
په دغه جومات کې د چاودنې له امله د وژل شوو کسانو نږدې خپلوان وایي چې حکومت لا هم پېښه مبهمه پرې اېښې ده او چا ته یې په اړه معلومات نه دي ورکړي. بلخوا کورنیو چارو وزارت وایي چې د پېښې په تړاو یې درې کسان نیولي دي. د سیمې اوسېدونکي بیا وایي چې دا د جومات کارکوونکي او خادمین دي. بلخوا ولسمشر غني بیا د کابینې په غونډه کې پر امنیتي ادارو غږ کړی چې د جوماتونو او دیني علماوو امنیت تامین کړي.
تېره جمعه د جمعې د لمانځه پر مهال په کابل ښار کې د شېرشاه سوري په جومات کې چاودنه وشوه. په دغه پېښه کې د دغه جومات د خطیب مولوي عزیز الله مفلح ترڅنګ درې نور لمونځ کوونکي هم ووژل شول. تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. بلخوا د مولوي عزیز الله مفلح د کورنۍ غړي وایي چې حکومت دغه پېښه مبهمه ساتلې ده او باید په اړه یې وضاحت ورکړي. د مولوي مفلح یو شمېر مقتدیانو بیا کابل نیوز ته ویلي چې پېښه مخکې له مخکې پلان شوې ښکارېږي. د دوی په خبره، له یوې خوا حکومت پېښه مبهمه پرې اېښې ده او له بلې خوا له پېښې سره جوخت سیمې ته امبولانسونه رسېدلي چې دا د هر څه په اړه شکونه پیدا کولی شي.
د دغه جومات کارکوونکي او د مولوي مفلح مقدتیان پر حکومت نیوکه کوي چې د څلورو ورځو په تېرېدو لا هم دوی د معلوماتو په خپرولو بریالي نه شول. مولوي محمد نشان د مولوي مفلح د کورنۍ غړی دی، هغه وایي، د حکومت چوپتیا دوی ته هم د اندېښنې وړ ده او دا خبره هم مبهمه ده چې دغه برید چا کړی او ولې یې کړی دی. د ده په خبره: ((حکومت باید دا پېښه وپلټي. زموږ د شهید قاتل باید پیدا کړي. موږ باید پوه شو چې دا کار چا کړی دی او ولې یې کړی دی)).
دیني عالم سیدالرحمن نیازی هم وایي، چې د هر څه مسوول حکومت دی. د ده په خبره، دا د حکومت مسوولیت دی چې پېښه روښانه کړي او موږ ته ووایي چې تر شا یې د چا لاس دی. د ده په خبره: ((دا نومونه طالب او داعش چې د خلکو په خوله دي، دوی یې مسوولیت نه دی منلی. دا چا نه دي ویلي چې ولې او څنګه یې دا کار کړی دی. اوس مسوول حکومت دی. دوی باید واضح کړي چې دا کار د چا دی او ولې یې په مخنیوي کې ناکام شوي دي)).
بلخوا په جومات کې د پېښې عیني شاهدان او د مولوي مفلح مقتدیان وایي، دا پېښه ډېره مشکوکه ده او ډېره پلان شوې ښکارېږي. د دوی په خبره، له چاودنې لا دوې یا یوه دقیقه هم نه وه تېره چې سیمې ته امبولانسونه را ورسېدل او د ټپیانو په ټولو یې پيل وکړ. د ده په خبره: ((دوې یا درې یا یوه دقیقه به نه وه وتلې چې بیا امبولانسونه را ورسېدل. هر څه یو ډول پلان شوي ښکارېدل. اوس باید له حکومت پوښتنه وشي چې دا څه کیسه وه)).
مولوي سیدالرحمن بیا وایي چې حکومت د دیني علماوو د امنیت په تامین کې ناکام دی. د ده په خبره، په تېر یوه کال کې په هېواد کې په بېلو بڼو ۶۷ دینی عالمان وژل شوي دي، خو حکومت یې په اړه وضاحت نه دی ورکړی او نه یې هم د پېښو پلټنه کړې ده. د ده په خبره، حکومت باید د دې هر څه لپاره واضح او ښکاره ځواب ووايي چې ملت قانع شي.
بلخوا ولسمشر غني تېره ورځ د کابینې په غونډه کې امنیتي او دفاعي ادارو ته لارښوونه کړې چې د علماوو او جوماتونو د امنیت لپاره دې جدي اقدام وکړي. د ده په خبره، د نورو ښاریانو ترڅنګ باید د دیني علماوو امنیت د امنیتي ادارو لپاره لومړیتوب وي.











