لاس انجلس ټایمز ورځپانې راپور ورکړی دی چې یوازې څو ورځې د وروستیو امریکایي سرتېرو وتلو ته پاتې دي. راپور کاږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د امریکایي سرتېرو وروستۍ ډله هم له افغانستان څخه ووځي. راپور کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان هغه څرګندونې هم راخیستل شوې چې ویلي یې وو له بګرام هوایي اډې څخه یې د وتلو ۵۰ سلنه چارې بشپړې کړې دي او ډېر ژر به پاتې کارونه هم پای ته ورسېږي. راپور کې دغه راز د امریکایي چارواکو له خولې ویل شوي چې د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو پروسه به تر راتلونکې یکشنبې پورې بشپړه شي.دانش:
طالبان د وینو تږدي دي، د جګړې مشروعیت ته نه ګوري
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي چې طالبان د وینو تږدي دي، ځکه خو د روانې جګړې د حرمت په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو فتواوو ته پام نه کوي. نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې د طالبانو هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي راتلونکی نظام به ټولشموله وي وویل، د طالبانو پر دې څرګندونو یوازې هغه څوک غولېدای شي چې د دغې ډلې تېره تیاره دوره یې نه وي لیدلې. نوموړي زیاته کړې چې د خلکو حافظه دومره هم ضعیفه نه ده چې د یو طالب قومندان هغه خبره له یاده وباسي چې ویلي یې وو تاجک دې تاجکستان او ازبک دې ازبکستان ته لاړ شي. دانش د خپلو خبرو پر دوام ویلي، څومره چې وخت تېرېږي په هغې کچه سیاسي نظام او نورو ازادیو ته تحدید هم ډېرېږي، نو خلک ځانګړې توګه رسنۍ دې د طالبانو د تبلیغاتو وسله نه ګرځي او په خبره یې، رسنیو ته په کار ده چې د افغانستان نظام ته د متوجه ګواښونو سره د عملي مبارزې ډګر ته راووځي.












