د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي طالبان سولې ته نه دي ژمن او غواړي د زور له لارې ځان واک ته ورسوي. محب په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط په اړه ویلي، چې طالبان د لومړي ځل لپاره د پټې جګړې پر ځای علني جګړې ته راوتلي. نوموړي ویلي، چې د یو شمېر سیمو نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو غوښتل د خلکو په منځ کې یوه وېره پیدا کړي چې ګواکې د افغانستان حکومت سقوط کوي. د ده په خبره د افغانستان ولس او حکومت به نظام سقوط کولو ته پرې نږدي. هغه زیاته کړې، طالبانو په دې تېرو څو ورځو کې څه نا څه پرمختګ کړی مګر دا داسې کارونه، نه دي چې مخه یې نشي نیول کېدی. د ده په خبره طالبان د پټې جګړې نه راوتلې او ښکاره جګړه یې پیل کړې ده. هغوی صفونه لري او صفونه یې ماتیږي او وضعیت به تغیر کوي.











