چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

وکیلان: د کمزوري مدیریت له کبله پراخې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 15, 2021
in افغانستان
0
وکیلان: د کمزوري مدیریت له کبله پراخې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د جګړو او ناامنیو له شدت سره جوخت د ولسي جرګې غړي او عام افغانان امنیتي ادارې د روان وضعیت په مهارولو کې ناکامې بولي او ټينګار کوي چې د یادو ادارو د کمزوري مدیریت له کبله ورځ تر بلې پراخې سیمې د طالبانو لاس ته لوېږي.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني زیاتوي: «طالبان نه دي پیاوړي شوي، بلکې په امنیتي ادارو کې کمزوری مدیریت د دې سبب شوی چې له بده مرغه موږ د ډېرو پوستو، نظامي بېسونو او ولسوالیو د سقوط شاهدان اوسو».

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د یادې جرګې بل غړی ابدال الله محمدي وايي چې روان حساس وضعیت ته په کتو، په مهمو امنیتي ادارو کې باید د سرپرستۍ فرهنګ پای ته ورسول شي او په یادو ادارو کې دې مسلکي او وړ کسان پر دندو وګومارل شي. نوموړی زیاتوي: « د دفاع وزیر اوسمهال په هېواد کې نشته، د کورنیو چارو وزیر هم سرپرست دی، خو موږ ډېر داسې کادرونه لرو چې د دغه هېواد امنیت تامین کړي، په داسې حساسو شرایطو کې دې ولسمشر په امنیتي ادارو کې وړ او په کار پوه کسان وګوماري».

بلخوا د یادې جرګې ځينې غړي بیا پر امریکا هم نیوکه کوي، چې له افغانستان سره له شوي امنیتي تړون څخه په پرله پسې ډول سرغړونه کوي. د دوی په خبره، امریکا له افغانستان سره په لاسلیک شوي تړون کې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۴ز کال پورې به له افغان ځواکونو سره هر اړخیزې مرستې کوي، خو د دوی په خبره، له افغانستان څخه په غیرمسوولانه توګه د ټولو امریکايي ځواکونو په وتلو سره به له افغان پوځ سره د دوی مرستې هم د پام وړ راکمې شي او دا له امنیتي تړون څخه ښکاره سرغړونه ده. د دې جرګې غړی رمضان بشردوست زیاتوي: «له بده مرغه امریکا په یو اړخیزه توګه امنیتي تړون نقض کوي او دا د دې ښکارندوي کوي چې امریکا څومره پر خپلو ژمنو ولاړه ده».

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې جګړې شدیدې شوي او وسله وال طالبان ادعا کوي چې په تېرو ۴۰ ورځو کې یې له ۳۰ ډېر ولسوالۍ نیولې دي، خو ملي دفاع وزارت بیا د طالبانو دغه ادعا نه مني او وايي چې امنیتي ځواکونو له ځينو سیمو څخه تاکتیکي شاتګ کړی او د نوي امنیتي پلان له مخې به له لاسه وتلې سیمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي. د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي: «په مخامخ جګړه کې د طالب ملا په کلکه ماته شوې او ځینې سیمې چې په دې وروستیو کې د دوی ولکې ته لوېدلي، دا د امنیتي ځواکونو د هغې برنامې یوه برخه ده چې له ځینو سیمو یې د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره تاکتیکي شاتګ کړی، خو د نوي پلان له مخې به ټولې له لاسه وتلې سیمې بېرته زموږ تر کنټرول لاندې راشي.»

خو د نظامي چارو کارپوهان بیا وايي چې په ډېریو ولایتونو کې د تاکتیکي شاتګ تر نوم لاندې طالبانو ته د امنیتي پوستو او نظامي مرکزونو پرېښودل به روان وضعیت نور هم پېچلی او سخت کړي. د نظامي چارو کارپوه جنرال محمد ثمر سادات وايي: «تاکتیکي شاتګ دې ته نه وايي چې موږ خپل نظامي امکانات او وسایط دښمن ته پرېږدو او بیا ووایو چې دا تاکتیکي شاتګ و، دا په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدلی، له دې کلیمې باید ناوړه ګټه پورته نه شي».

د ولسي جرګې غړي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې مذاکراتي پلاوی دوحې ته رسېدلی، خو له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې لا هم نه دي پیل شوې.

Tags: Top
Previous Post

څنګه موخه  وټاکو او ورته ورسېږو؟

Next Post

د ولسوالیو سقوط؛ نیوکې او بې ګټې ځواب

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرونا وبا؛ د حکومت بې پروايي که بې کفایتي؟

د ولسوالیو سقوط؛ نیوکې او بې ګټې ځواب

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Switch Blackjack Online

سپتمبر 8, 2025
څلور زره جوړېدونکې ښوونځي، یو مهم ګام او یوه جدي اندېښنه

د چاودنو او وژنو پر مټ یو منفي بدلون ته زمینه برابرول

دسمبر 22, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved