وسله والو طالبانو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي. په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر کړی دی. دده په خبره له معلوماتو ښکاري چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی نو له همدې امله افغان ځواکونه هم اړ دي چې د شته ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي. نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې جګړې او تاوتریخوالی راکم کړي. سکاټ مېلر همدا راز وایي چې له افغان ځواکونو سره یې د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې کړې دي خو تر هغه چې طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي افغان ځواکونه هم اړ دي چې د خلکو د ساتنې لپاره عملیات ترسره کړي او دفاع وکړي.
































