د ښوونې وزارت د اعلامیې له مخې، د کرونا وبا پراختیا مخنیوي په موخه د لګول شویو بندیزونو له امله تړل شوي ښوونځي نن بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي. د یاد وزارت د طرحې پر بنسټ، د دولتي ښوونځیو د یولسم او دولسم ټولګیو زده کوونکي، ټول شپني او خصوصي ښوونځي له اول نه تر دولسم ټولګي پورې د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټول ښوونځي د روغتیایي سپارښتنو رعایت ته په پام پرانیستل شوي دي. خبرپاڼه کې د زده کوونکو له کورنیو هم غوښتل شوي چې خپل اولادونه د روغتیایي سپارښتنو رعایت ته وهڅوي.
































