د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې نني بریدونه غندلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې ده چې د طالبانو له لوري ترسره کېدونکي بریدونه په کلکه وغندي. صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو باندې وروستي ترهګریز بریدونه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام ښیي او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې یاد بریدونه وغندي. نوموړي زیاته کړې، طالبان د تاوتریخوالي په دوام سره سولې ته د خلکو هیلې له خاورو سره خاورې کوي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې طالبانو د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
































