د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له درې زرو څخه د ډېرو افغان کډوالو ترڅنګ ۱۳ تنه هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان وو، د انټرپول پولیسو له لوري تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شول. د کډوالو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پرون ۳۲۵۵ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت د ابریښم پل، د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شول. د کډوالو وزارت وايي، د یادو کډوالو له ډلې ۹۰۸ تنه له پاکستانه په زور او همدارنګه ۲۳۴۷ تنه له ایرانه په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
































