ددغو بندیزونو له مخې دغه دوه طالب مشران پاکستان ته سفر نشي کولی او شتمنۍ یې کنګل دي.
پاکستان په یو تازه اقدام کې پر ملا عبدالغني برادر او سراج الدین حقاني بندیزونه لګولي دي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵ پریکړې په اساس ملا برادر پاکستان ته سفر نه شي کولی او شتمنۍ یې ګنګل شوې دي.
د پاکستان دغه اقدامات داسې مهال دي، چې دغه هیواد له ترهګرۍ د ملاتړ له امله د ترهګرۍ په خړ لیست کې شامل شوی او که له ترهګرۍ سره مبارزې کې مهم اقدامات ونه کړي د ملګرو ملتونو تور لیست کې به شامل شي.
































