پلازمېنه کابل یو ځل بیا د وېرې او وحشت په ښار بدل شوی دی. سره له دې چې کابل د افغانستان له مهمو ښارونو دی او د حکومتي ادارو یا نړیوالو موسساتو او سفارتونو د موجودیت له امله باید تر ټولو امن وای، خو د نورو لویو ښارونو په پرتله د کابل امنیت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی. په وروستیو اونیو کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د مقناطیسي ماینونو او نورو ترهګریزو بریدونو له امله کابل ښاریانو ته اوړي. د شنبې ورځ په کابل ښار کې په دریو چاودنو پیل شوه، چې په هغه کې مرګ ژوبله هم واوښته. د بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو حکومت یې د طالبانو کار بولي.
په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو کارونه ډېره شوې ده چې له امله یې ملکي او نظامي تلفات ډېر شوي دي. همدا تېره اونۍ په کابل ښار کې څو ځایه د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه، چې له دې ډلې په یوه کې یې د پوهنتون استاد، څېړونکی او د سولې فعال عبدالباقي امین ووژل شو. له هغې را دېخوا پرون د کابل ښاریانو ورځ هم په چاودنو پيل شوه. د کابل ښار په بېلو سیمو کې درې پر له پسې چاودنې وشوې. له دې ورهاخوا تر ټولو بده یې لا دا چې د خپلواکۍ ورځې د نمانځې پر مهال پر کابل ښار څو راکیټي بریدونه شول چې ویل کېږي یو یې ان په ارګ کې د تشریفاتو ریاست اړوند سیمه کې لګېدلی دی.
د پرونیو چاودنو له امله په کابل ښار کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. د امنیتي چارواکو په وینا، دا چاودنې د کابل ښار په اوومه، پنځلسمه او پنځمه امنیتي حوزو کې شوې دي. لومړۍ چاودنه سهار مهال ۶:۳۰ دقیقې د اوومې امنیتي حوزې اړوند چهلستون سیمه کې پر یو کرولا موټر شوې ده. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او د یو ملکي وګړي په ګډون دوه تنه نور ټپیان دي. دویمه چاودنه هم سهار ۷:۲۰ دقیقې د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د شهید څلور لارې په سیمه کې پر یو رینجر ډوله موټر شوې ده. د فردوس فرامرز په وینا، په دغه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند همدارنګه وايي، چې نن سهار د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې هم چاودنه شوې، خو وايي مرګ ژوبله نه لري.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وایي چې وسله وال طالبانو د رواني فشار د راوستلو او وېرې خپرولو لپاره په دغه ډول بریدونو لاس پورې کړی دی. د دغه وزارت ویاند طارق آرین مسیر ورځپاڼې ته وویل چې دوی د امنیتي ځواکونو او کشفي ارګانونو په مرسته هڅه کوي، چې د دغو بریدونو مخه ونیسي، خو طالبان د رواني فشار د راوستلو په موخه له دې تاکتیک استفاده کوي. آرین وايي: ((په وروستیو اونیو کې طالبانو د مقناطیسي ماینونو د چاودنې په واسطه د رواني فشار څپه راوستې ده او موږ هڅه کوو د دوی مخه ونیسو او په دې اړه پلټڼې پیل شوې دي)).
آرین دغه راز وايي چې په تېره یوه میاشت کې د کورنیو چارو وزارت منسوبینو ۳۲ مقناطیسي ماینونه کشف کړي او په خبره یې، په دې اړه یوولس کسه نیول شوي هم دي. هغه زیاتوي: ((موږ په تېره یوه میاشت کې ۳۲ مقناطیسي ماینونه کشف کړي دي، همدا راز په دې تور مو ۱۱ کسه نیولي هم دي، هڅه کوو د دغو شبکو نور غړي او همکاران هم ونیسو)).
یوازې مقناطیسي ماینونه نه دي چې د کابل ښاریانو ژوند یې تریخ کړی دی. وسله والې غلاوې او جنايي جرمونه نور هغه څه دي چې په کابل ښار کې یې ژوند بې خونده کړی دی. د کابل ښاریانو پر ټولنیزو رسنیو د (کابل امن نه دی) په نوم مبارزه پيل کړې ده او دوی له حکومتي چارواکو شکایت کوي چې د دغه ښار د امنیت په تامین کې پاتې راغلي دي. سره له دې چې ولسمشر په کابل کې د امنیت د تامین ډاډ ورکړی دی او له امنیتي حوزو لیدنه کوي؛ خو کابل ښاریان وایي چې حکومتي چارواکي د امنیت په تامین کې پاتې راغلي دي او کابل ښار د نا امنیو پر مرکز بدل شوی دی. د کابل ښار په شاوخوا سیمو لکه شکردره، ارغندۍ، پغمان او نورو سیمو کې وسله والو فعالیتونه پيل کړي دي او وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. سره له دې هم حکومت ځان بریالی بولي او په خبره یې، د ګڼو پېښو په خنثی کولو بریالی شوی دی.
































