غه اورلګېدنه تېره اونۍ د تندر د لوېدو له امله د کالیفورنیا په ځنګلي ساحه کې رامنځ ته شوې ده. د اورلګېدنې له امله تر دې دمه اوه سوه کورونه سوي دي او د ځنګلي ساحو د محافظت اداره وايي چې تر ۴ سوه زره هکتاره ډېره ځنګلي سیمه په بېلو برخو کې د اورلګېدنې له امله له منځه تللې ده. دغه اداره وایي چې د هوا د ګرمۍ او تندر د پرېوتو له امله اور لګېدنه رامنځ ته شوې ده او د اور وژنې سلګونه غړي تر اوسه ددغه اور پر کنټرول نه دي بریالي شوي. امریکايي چارواکي وايي له شاوخوا ایالتونو یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده او د ځمکې او هوا له لارې د اور د کنټرول هڅې روانې دي. د کلیفورنیا ځنګلي برخې هر کال د ورته اورلګېدنو شاهدې وي چې زرګونه کسانو ته پکې مالي زیانونه اوړي او سلګونه هکټاره ځنګلونه پکې د اور خوراک کېږي.
































